په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفارت مستشار او د قونسلي چارو مسؤل حافظ عبدالله یاسر او ورسره مل کاري پرسونل د روسیې فدراسیون د کرسنودار ایالت ته سفر وکړ،
یاد سفر کې د ځایي افغانانو سره دلیدنو کتنو او ستونزو اوریدو سربیره هغه افغانان چې د رستوف، نووروسیسک، پیتیګورسک، استاوروپول، مایکوپ او ادیګه په ښارونو کې مېشت یاهم سپین ګیری او ماشومان ول چې د مختلفو ستونزو په ځانګړي توګه د لارې د لرې والي له کبله نشوای کولای سفارت ته مراجعه وکړي قونسلي خدمات ترسره کړل.
دغه راز د سفر په ترڅ کې د کرسنودار ایالت د سوداګریزو خونو، د کوبانسکي دولتي پوهنتون او د کرسنودار په ایالت کې د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت د څانګې د استازولۍ له مسئولینو سره د افغانانو د ستونزو دحل په أړه هر أړخېز ملاقاتونه تر سره شول،
یادو نهادونو د میشتو افغانانو څخه خوښي وښوده ژمنه وشوه چې د کراسنودار ایالت ځایي حکومت به افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې أړیکو ته پراختیا ورکوي.
١٤٤٦ ه ق کال د محرم میاشتې ٢٧مه، نېټه