خبرتیا

په مسکوکې د افغانستان اسلامي امارت ټولو درنو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي چې د کارونو د روڼتیا او د فرصت طلبو خلکو د ناسمې استفادې څخه د مخنيوي په موخه د تحصيلي او نورو ټولو اسنادو د طی مراحل لپاره دې (خپله د سند خاوند ، اصولي اقارب لکه پلار، نیکه ، ورور ، خور، عمه ، تره ، دتره ځوی ، د تره لور ، وراره ، لمسی او همدارنگه مور او میرمن چې معتبر سند یا نکاح سند په لاس ولري) دغې استازولی ته مراجعه وکړي، هغه خلک چې ددغې خپلوی څخه بیرون وي يوازې په وکالت خط کولای شي چې د نورو وگړو اسناد طی مراحل کړي.