خبرتیا

په مسکو کې د افغانستان د اسلامي امارت د لوی سفارت د قونسلي څاتګې درنو مراجعینو ته په درنښت خبر ورکول کیږي، چې سبا چهارشنبه د ۱۴۰۳ کال د زمري ۲۴ نیټه، چې د ۲۰۲۴ کال د اګست له ۱۴ نېټې سره سمون خوري، د امریکايي اشغال پر وړاندې د افغان ولس د جهاد د بریا له دریمې کلیزې سره برابره ده.
د افغانستان اسلامي امارت په ټولو ادارو او له هیواد څخه بهر افغان سیاسي / قونسلي استازولیو کې رسمي کاري رخصتي ده.
د سفارت قونسلي څانګه به ان شاءالله د پنجشنبې له ورځې (د ۲۰۲۴ ز کال د اګست له ۱۵ مې ) څخه د درنو مراجعینو پر مخ پرانیستې وي.