په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفارت سرپرست ښاغلي جمال ناصر غروال، د سفارت مستشار او د قونسلي چارو مسؤل ښاغلي حافظ عبدالله یاسر او د سفارت د تشریفاتو مسؤل ښاغلي اسدالله نوري پرون چهارشنبه د روان ۱۴۴۶ هجري قمري کال د صفر میاشتې په ۲۴مه، نېټه د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت د آسیايي هېوادونو د دویم ډيپارټمنټ له نوي ټاکل شوي سرپرست مشر ښاغلي (ماکسیم اناتولیویچ بارانوف) سره د هغوی په کاري دفتر کې تعارفي ناسته ترسره کړه.
د لیدنې په ترڅ کې د ا.ا.ا. د لوی سفارت مشرتابه ښاغلي ماکسیم ته د نوې دندې مبارکي وویله او هغه يې له افغانستان سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې همکارۍ ته تشویق کړ.
د ناستې په ترڅ کې دواړو لوریو لخوا د افغانستان او روسیې ترمنځ پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او فرهنګي مناسباتو سر بېره د دواړو هېوادونو تر منځ د هر اړخیزو دوامدارو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ ژمنه تر سره شوه.