په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفارت سرپرست ښاغلي جمال ناصر غروال د روانې اونۍ په ترڅ کې په رسمي بلنو د هندوستان او اندونیزیا د خپلواکۍ او کلتوري ورځو په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.
ښاغلي سرپرست د دواړو مراسمو په څنډو کې د هند په پارلمان کې د خلکو استازي ښاغلي (ویجي کومار دوبي) او په روسیه کې د اندونیزیا سفیر ښاغلي (جوس انتونیو موراتو تاواریس) سره د ملاقاتونو په ترڅ کې هغوی ته د خپلواکۍ د ورځو په مناسبت مبارکي وویله او د دواړو هېوادونو افغانستان – هندوستان او افغانستان – اندونیزیا ترمنځ يې د دوستانه اړیکو په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره؛ په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي برخو کې د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.